د غلام خان ځمکنۍ بندر لاره نن پرته له کوم دليله له پاکستاني لوري د هر قسم تګ ـ راتګ پر مخ وتړل شوه.
د سرحدي پوليسو وياند عابدالله عقاب فاروقي وايي، چې پاکستاني لوري د تړلو دليل نه دی روښانه کړی؛ خو د نامعلومې مودې لپاره يې د دې بندر لاره تړلې او ويلي يې دي، چې شته موټرونه بايد د بل بندر له لارې تېر شي.
دا لومړی ځل نه دی چې له پاکستاني لوري د ياد بندر لاره د افغانستان باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي، بلکې مخکې هم څو ځلې داسې بندیزونه لګول شوي دي.