ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت د څلورو وزارتونو ۷ کسیز ګډ پلاوی قطر ته روان شوی

روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو ګډ ۷ کسیز پلاوی په دوه‌ورځني سفر قطر هېواد ته روان شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت دا ګډ ۷ کسیز پلاوی به د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “په دغه پلاوي کې د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رییس، الحافظ انعام الله عمار، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت ارشد مشاور، ډاکټر هدایت الله اوریاخېل او د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازي شامل دي.”
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویلي شوي چې په دې ناستو کې به د نشه‌یي توکو پر وړانډې د مبارزې ګډ پلاوی د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشه‌یي توکو د مخنیوي او کنټرول برخه کې د ګډو هڅو او د همکاریو په پراختیا بحث او خبرې وکړي.

اړوند خبرونه