د هند صنعت او سوداګرۍ وزارت د یاد هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پاموړ زیاتوالي خبر ورکړی.
د هند دغه وزارت ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل له لومړۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې د کابل – نويډیلي په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د پاموړ زیاتوالی راغلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې موده کې هند ته د ۶۸۹٫۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او له هند څخه افغانستان ته د ۳۱۸٫۹۱ میلیون ډالر په ارزښت واردات شوي دي.
د هند صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱٫۰۸۷ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې د مخکني کال په پرتله ۷٫۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې د هند – افغانستان ترمنځ په دې سوداګرۍ کې وچې میوې، قالینې، زعفران او همداراز له هند څخه درمل او طبي وسایل، خوراکي او ودانیز توکي شامل دي. د ویلو ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د هند او افغانستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې مخ پر پراخېدو روانې دي.