ټاکل شوې نن د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د “لورې بند” د جوړېدو چارې رسماً پیل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دا بند به د سیمې خلکو ته د اوبو مدیریت او انرژۍ په برخه کې مثبت بدلون راولي.
د بند د جوړېدو دا پروژه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پرمختیايي پلان یوه مهمه برخه بلل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د ارغستان لورې بند د امکانسنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین تړون د افغان ـ جرمن باختر له شرکت سره لاسليک کړی دی.