د روان کال د جوزا میاشتې په ترڅ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره او ۳۹۷ مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، دغه توکي د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات د رېلپټلۍ بندرونو له لارې وارد او صادر شوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۲۴۲ زره او ۳۵۷ ټنه د حیرتان بندر، ۱۶ زره او ۷۶۰ ټنه د آقینې بندر، ۲۲ زره او ۲۶۱ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۳۱ زره او ۱۸ ټنه د خواف–هرات پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده میاشت کې ۴زره او ۸۸۹ ټنه صادرات او ټرانزیټ هم ثبت شوي، چې پکې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس شامل دي. مسوولین وایي، د رېلپټلۍ له لارې د صادراتو زیاتوالی د ملي عوایدو لوړوالي، اقتصادي ثبات او کاري فرصتونو په پراخېدو کې مهم رول لري.