ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د دریو ترافیکي پېښو له امله دریو کسانو ژوند بایللی

د فاریاب ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په اندخوی، شیرین‌تګاب او قیصار ولسوالیو کې  د دریو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په دې کې یوه ترافیکي پېښه نن سهار د اندخوی ولسوالۍ په «بیشکینت» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې دا پېښه د کرولا او سراچې د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب مسوولینو همداراز ویلي چې پرون هم په یاد ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسانو ژوند بایللی. 

د سرچینې په وینا چې د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په «دشت رحمت آباد» سیمه او همداراز د قیصار ولسوالۍ په «نهرین» سیمه کې دوو موټرسایکل سپرو دوه کسان وهلي او ځای پرځای مړه شوي دي.

د فاریاب مسوولینو د دې پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.

اړوند خبرونه