ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: د مالیزیا او افغانستان دیپلوماتیکي، ديني او اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي «داتو احمد اعظم» او مل پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته دیپلو ماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې بللې او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا له ښه نیت او همکاریو مننه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي: “له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري. افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.”

بلخوا د مالیزیا پلاوي د یاد هېواد او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان وضعیت يې مثبت ارزولی دی. 

په دې کتنه د مالیزیا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې دا سفر یې د دوی د لومړي وزیر په ځانګړې لارښوونه تنظیم کړی او هیله يې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.

اړوند خبرونه