ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر له ایران سره د کډوالو په تړاو د یوې درې‌اړخیزې غونډې پر جوړولو ټینګار کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له ځینو استازو سره په کتنه کې د افغان کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

دا کتنه د مولوي عبدالکبیر او د بشري مرستو او استوګنې په برخه کې د یوناما له مرستیال «اندریکا راتوټه»، د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي، عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان له مشرې «میهیونګ پارک» ترمنځ شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ناسته له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې لړۍ په اړه ترسره شوې او ټولو لوریو د راستنېدونکو کډوالو پر لاسنیوي ټینګار کړی دی. 

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت له پاکستانه د راستنېدونکو لپاره اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې، او په همدې ډول به له ایران څخه د راستنېدونکو مرسته وشي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت داړتیا وړ توکي او وسایل اسلام قلعه ته لیږلي او احتیاطي تخنیکي ټيمونه هم د رسېدو په حال کې دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د اسلام‌کلا حالت له نږدې ارزول‌شوی بللی او په وینا یې چې هلته یو شمېر غیري خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

همداراز د یوناما مرستیال، اندریکا راتوټه بیا ویلي چې له پاکستانه د افغانانو په جبري ایستنه کې کمښت راغلی خو له ایران څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ خورا لوړې کچې ته رسیدلې ده.

د هغه په وینا چې یوناما د مالي سرچینو د جلب هڅې پیل کړې او همدارنګه په اسلام‌کلا کې د راستنېدونکو د ستونزو حل په موخه د ظرفیت لوړونې کار پیل شوی دی. د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې له ایران څخه د افغانانو د راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي، چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې تر سل زرو ډېر افغانان له یاد هېواده راستانه شوي دي.

اړوند خبرونه