د اسرائيل صهيونيست رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو په لومړي ځل د غزې جګړې د پای احتمال ته اشاره کړې ده.
د اسرائيلي رسنيو راپورونو له مخې، د دې جګړې له امله يوه لوړپوړي اسرائيلي افسر استعفا ورکړې او په غزه کې يې روانه جګړه بېپايلې بللې ده.
په ورته مهال د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د غزې مرستندویه وضعيت “شرموونکی” بللی او ويلي يې دي چې بشري شرايط ورځ تر بلې خرابېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تلابیب په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د جګړې ژر پای ته رسېدو په موخه پراخ لاریونونه هم شوي دي.