د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو محاکمه لغوه نهشي؛ نو ممکن متحده ایالت له اسرائيلو سره پوځي مرستې وځنډوي.
ټرمپ دا څرګندونې د یوې مرکې پر مهال کړې او زیاته کړې يې ده: “نتنياهو له يوې سختې او ظالمانه قضیې سره مخ دی او که دا محاکمه دوام پیدا کړي، کېدای شي د اسرائيلو لپاره پوځي مرستې وځنډېږي “. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د نتنياهو پر ضد د فساد تورونه لا هم په اسرائيلو کې د محاکمې لاندې دي او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي.