ډېر لوستل شوي

کندهار کې د لورې بند د امکان‌سنجۍ او تفصیلي ډیزاین پروژه پرانیستل شوه

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د “لورې بند” د امکان‌سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د پروژې د پرانیستې مراسم نن ترسره شول.

په دې غونډه کې د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ياد بند پیل د اوبو مدیریت او اقتصادي ودې ته د اسلامي امارت ژمنتيا ياده کړې او ټينګار يې کړی، چې د هېواد د هوساینې او ابادۍ لپاره ټولو برخو ته ژمن دي او په دې لاره کې یې مهم ګامونه اخیستي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور دغه راز ويلي، دا پروژه به د زراعت، برېښنا تولید، سېلابونو کنټرول او ځمکنیو اوبو تغذیې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د ويلو ده، چې د “لورې بند” پروژې د تطبیق چارې به د افغان – جرمن باختر شرکت له لوري د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۱۸ میاشتو په موده کې تر سره شي.

اړوند خبرونه