ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزارت: بغلان کې ۸ وسله‌وال غله ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت په بغلان کې د وسله‌والو غلو د ۸ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. 

د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا وسله‌واله ډله د بغلان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نیولې ده.

سرچینې لیکلي، یاد کسان د غلا او عامه نظم د ګډوډولو په تړاو له ۶۰۰ زره افغانیو، یو موټر، دوه تومانچو، یو چرییز ټوپک، څلور ګرځنده مبایلونو، څو ټلویزنونو او نورو غلا کړیو اجناسو سره د پلخمري ښار په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې غلا شوې پیسې او اجناس د اسنادو او شواهدو له کتلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د یادو توکو مالکانو په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو نه‌ستړې‌کېدونکې هلې ځلې ستایلې دي. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د اسلامي امارت ځواکونو لسګونه کسان د ورته جرمونو په تړاو نیولي، او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

اړوند خبرونه