د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ترڅ کې په ټول هېواد کې ۱۷۷ زره او ۳۱۹ کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
يادې ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د خدمتونو ریاست په حواله ويلي، چې دغه شمېر د آسان خدمت مرکزونو او د پېژندپاڼو وېش څانګو له لارې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۸ زره ۷۵۰ خدمتونه د تذکرې تر اخیستو وروسته ترسره شوي دي.
د مسوولينو په وینا، کابل، بلخ، کندهار، هرات او هلمند هغه پنځه ولایتونه دي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو تر ټولو لوړ شمېر لري او یوازې په کابل کې له ۳۵ زرو زیاتې تذکرې وېشل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ملې ادارې زياته کړې، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۷۵ د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت مرکزونه، یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې یو مرکز فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوي.