عامې روغتیا وزارت د یاد وزارت د سرپرست، مولوي نور جلال جلالي او نړیوالو بنسټونو د استازو ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روغتیا، یونیسف سازمانونو، بېل ګېسټ بنسټ او د پولیو پر وړاندې د مبارزې اړوند ګډ جګپوړي پلاوي سره په دې کتنه کې د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا، په اړینو برخو کې د روغتیایي سیستم پر ملاتړ بحث شوی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې همداراز په روغتیایي خدمتونو کې پر روڼتیا، د لمړیتوبونو پر بنسټ د خدمتونو پر ترسراوي، د ساري ناروغیو پر مخنیوي، د پولیو ناروغۍ پر لهمنځه وړلو، په چارو کې د ښې همغږۍ را منځته کولو، افغان علمي کادرونو ته لمړیتوب ورکولو، د روغتیایي او تشخیصیه کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او پر ځینو نورو اړینو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د مولوي نور جلال جلالي له قوله ویل شوي چې یاد وزارت د نورو ساري ناروغیو ترڅنګ د پولیو ناروغۍ لهمنځه وړلو ته ژمن دی.