ډېر لوستل شوي

امريکا کې چاودنه؛ یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

د امریکا د فلاډلفیا ښار په شمالي برخه کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دې چاودنې څو استوګنیزو کورونو ته زیان اړولی او د پېښې ځای ته د بیړني مرستندویو ډلو له رسېدو وروسته ژغورنیز عملیات پیل شوي دي.
راپورونو زیاته کړې چې تر دې دمه د چاودنې علت او څرنګوالی نه دی روښانه شوی؛ خو پلټنې روانې دي.
بل لور، د امريکا د آيداهو ايالت په “کور د آلين” سيمه کې د اور وژنې (اطفايې) پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی، چې په پایله کې دوه پوليس وژل شوي دي.

اړوند خبرونه