ډېر لوستل شوي

تېره میاشت له ایران څخه نږدې ۲۳۴ زره افغانان راستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د راستنېدو په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې یوازې په تېره جون میاشت کې له ایران څخه ۲۳۳ زره ۹۴۱ افغانان راستانه شوي دي.
فرانسې خبري اژانس د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړی چې په راستنو شویو کې ډېری په جبري توګه را ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې چې روان زږدیز کال یوازې له ایران څخه ۷۰ سلنه افغانان په جبري توګه را ایستل شوي، او په همدې کال کې له یاد هېواد څخه د ټولو راستنو شویو شمېر له ۶۹۱ زرو اوښتی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز د تېرې جون میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له ایران څخه د راستنو شویو شمېر ۱۳۱ زرو ډېر ښودلی او دا یې هم ویلي چې په دوی کې ډېر په جبري توګه را اړول شوي دي.
فرانسې خبري اژانس دا راپور داسې مهال ورکړی چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.
په ورته وخت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو له جبري ایستل‌کېدو لاس واخلي او پخپله خوښه د دوی راتګ ته زمینه برابره کړي.
بلخوا اسلامي امارت د راستنو شویو افغانانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته‌کېدو او له دوی سره د بېړنیو مرستو د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
د ویلو ده چې دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې تازه راستنو شویو ته د افغان حکومت لخوا لنډمهالي پنډغالي هم جوړ شوي، او راستنېدونکو ته د رسېدنې په برخه کې هڅې ګړندۍ شوې دي.

اړوند خبرونه