د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په دوحه کې د چین او روسیې له استازو سره د افغانستان په اړه د کتنې خبر ورکړی.
د محمد صادق په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.
د پاکستان ځانګړي استازي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تازه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال، اسحاق ډار د کابل – اسلام اباد اړیکې پراخېدونکې بللې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د «اسحاق ډار» له قوله لیکلي چې په تېرو میاشتو کې اسلاماباد د افغانستان – پاکستان د اړیکو د سمون لپاره هڅې کړې او په وینا یې چې د اسلامي امارت د همکارۍ په صورت کې به د افغانستان – پاکستان ترمنځ اقتصادي همکاري د پاموړ لاستهراوړنې ولري.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پاکستان په ګډون د یو شمېر سیمهییزو هېوادونو استازو یو تر بله د افغانستان پر وضعیت بحثونه کړي، او خپلې څرګندونې او ادعاوې یې خپرې کړې دي.