ډېر لوستل شوي

د اسرائيل ائتلاف غړي د نتنياهو محاکمه د غزې د جګړې له تړون سره تړي

د تايمز آف اسرائیل ورځپاڼې د یوه باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائيل حکومت یو شمېر غړو د غزې جګړې د پای ته رسېدو تړون د لومړي وزير بنیامین نتنياهو د روانې محاکمې د درولو له موضوع سره تړلې بللې ده.
سرچینه وايي، چې دغه بحثونه د ائتلاف دننه په پټه توګه شوي او لا تر اوسه یې بشپړ جزیات رسنیز شوي نه دي.
نتنياهو چې د فساد په څو جدي قضیو کې تورن دی او بايد محاکمه شي؛ خو د اسرائيل د واکمن ائتلاف دننه سياسي فشارونو د دې محاکمې پر دوام او خپلواکۍ سیوری غوړولی دی.

اړوند خبرونه