ډېر لوستل شوي

د راستنېدونکو کډوالو لاسنیوی؛ ناروې نږدې لس میلیون ډالر مرسته اعلان کړې

د ناروې بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه لس میلیون ناروېژي کرون (۹۹۰ زره ډالر) مرسته کوي.
د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا پیسې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه «یو اېن اېچ سي آر» ته د همکارۍ په توګه سپاري.
سرچینې لیکلي چې دا مرسته د ناروې هېواد له بېړنۍ بشري بودیجې څخه چمتو شوې ده.
ناروې دا مرسته داسې مهال اعلان کړې چې له نږدې دوو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.
د ویلو ده چې یوازې په تېرو پنځو ورځو کې له ایران څخه تر سل زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي دي.
بلخوا پاکستاني چارواکو هم له یاد هېواد څخه د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی او دا مهال یې د کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.

اړوند خبرونه