ډېر لوستل شوي

د هلمند نهر السراج کانال د رغولو پروژه د څه باندې ۲۷۵ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت د هلمند نهر السراج کانال د لومړي لاټ رغنیزو چارو د پیل خبر ورکړی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د هلمند ولایت په «سنګین» ولسوالۍ کې د دغه کانال د لومړي لاټ رغنیزو چارو د پیل پرانیستغونډه شوې چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د هلمند والي، د ملي پراختیا شرکت معین، علماوو، قومي مشرانو، د وزارت تخنیکي مسوولینو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو پکې ګډون کړی دی.
په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست یاده پروژه د اوبو چمتو کولو او کرنې د ودې برخه کې ارزښتناکه بللې، او په وینا یې چې د دې پروژې په تطبیق سره به د یاد کانال اوبه بېرته عادي حالت ته وګرځي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي: “دغه پروژه ۲۷۵٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې څخه د ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوې، چې پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او آبګیر ودانۍ جوړونه، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت، پرچاوې، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول شامل دي.”
د ویلو ده چې دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې پلي شي، او د دریو ولسوالیو اوسېدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

اړوند خبرونه