ډېر لوستل شوي

شپږو ولایتونو کې ۲۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

کورنیو چارو وزارت وایي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په شپږو ولایتونو کې ۲۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان په بلخ، ننګرهار، بادغیس، هرات، خوست او غزني ولایتونو کې د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دوی کې ۱۰ کسان په بلخ، ۲ په ننګرهار، ۲ په بادغیس، ۲ په هرات، یو په غزني او څلور کسان په خوست کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په خوست د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو له لوري دا څلور کسان د شخصي دښمنۍ له امله د ونو د پرې‌کولو په تړاو نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې ټول نیول‌شوي ۲۱ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، انسان‌تښتونې، قتل او نورو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نیول شوي وو.

اړوند خبرونه