ډېر لوستل شوي

قطر د افغانستان په اړه د دوحې د کاري بهیر د ناستې کوربتوب کوي

قطر نن د افغانستان په اړه د دوحې د کاري بهیر د دوه ورځنۍ ناستې کوربتوب کوي، چې د چنګاښ له ۹مې تر ۱۰مې (جون ۳۰ – جولای لومړۍ) د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني ویلي، چې ناسته د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې او د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
د ناستې په اجنډا کې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلې دويمه غونډه شامله ده، چې پکې د افغانستان اسلامي امارت، د دوحې د بهیر ګډونوال هېوادونه او تخنیکي کارپوهان برخه لري.
د قطر حکومت ویلي، چې د افغانستان په اړه د نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره به خپل فعال رول ته دوام ورکړي
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د استازيو په ګډون یو اووه کسیز پلاوی د يادې غونډې د ګډون په موخه قطر ته رسېدلی.

اړوند خبرونه