د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي وایي چې اسلامي امارت د ترانزیټي لارو د خلاصون لپاره هڅې پیل کړې، او په دې اړه د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي دا څرګندونې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان او هند ستونزو ته په اشارې ویلي چې نوموړي د لارو خلاصون په تړاو د دغو دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مخامخ او ټلفوني خبرې کړې دي.
مولوي امیرخان متقي د ترانزیټي لارو د خلاصون لپاره هڅې د افغان حکومت مسوولیت بللی او په دې برخه کې یې د اسانتیاوو د رامنځتهکېدو ډاډ ورکړی دی.