ډېر لوستل شوي

ارزګان کې د نږدې ۱۶۶ میلیون افغانیو په لګښت یو بند جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په ارزګان کې د ۱۶۵٫۹ میلیون افغانیو په لګښت د «شفلوغ» بند د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، ملا عبداللطیف منصور ګډون کړی او یاد بند یې د سیمې د خلکو لپاره ګټور بللی دی. 

شفلوغ بند د ارزګان په «چنارتو» ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۲۳ مترو په لوړوالي او ۱۵۵ مترو سور سره جوړېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي منصور له قوله ویل شوي چې دا پروژه به د لوړو تخنیکي معیارونو پر بنسټ به پلي شي.

د خبرپاڼې له مخې چې د شفلوغ بند په جوړېدو سره به ۲۵۹ زره کرنیزې ځمکې خړوبه او تر ځمکې لاندې اوبو سرچینې به پیاوړې شي.

د ویلو ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو او لویو بندونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

اړوند خبرونه