نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې د «ایزمیر» ښار په ځنګلونو کې لګېدلی اور د پراخېدو په حال کې دی او دا مهال له ۵۰ زرو ډېر کسان بېځایه شوي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د دې اورلګېدنې د پراخېدو په خاطر پنځه سیمې له خلکو تشې شوې او ښايي ډېر نور کسان هم له خپلو سیمو بېځایه شي.
په ترکیه کې د دې اورلګېدنې لامل اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړه درجه ښودل شوي دي. بلخوا په ترکیې سربېره په ځینو اروپايي هېوادونو کې هم د اورلګېدنې راپورونه ورکړل شوي، خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.