ډېر لوستل شوي

د غبرګولي په میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۳ سلنه راټیټې شوې

د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي مياشتې په اوږدو کې د خوراکي توکو په بيو کې ۳ سلنه ټيټوالی راغلی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د خوراکي توکو له ډلې غوړي ۴.۷ سلنه، وچه او تازه مېوه ۴.۹ سلنه، سبزي ۹.۶ سلنه، او مساله‌جات ۱۰ سلنه ارزانه شوي دي.

دغه راز د غیرخوراکي توکو بیې هم په عمومي توګه ۰.۱ سلنه راټیټې شوي، چې پکې د استوګنې شاخص ۱.۷ سلنه او د درملنې شاخص ۷.۹ سلنه کم شوی دی.

ياده اداره زیاتوي، چې د بیو د لګښت میاشتنی لوړوالی یا پړسوب (تورم) د تېرې میاشتې په پرتله ۱.۲ سلنه ټیټوالی ښيي. دا کمښت تر ډېره د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د راټیټېدو له امله رامنځته شوی دی.

د مسوولينو په وينا، د غبرګولي میاشتې په اوږدو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم ۱.۱ سلنه لوړ شوی دی.

اړوند خبرونه