ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت عملیات؛ يو رنجر، ۶۰ میله وسلې او ۲۵۰ کیلو ګرام باروت کشف شول

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو منسوبينو د ختيځ زون په بېلا بېلو سيمو کې يو رنجر ۶۰ ميله درنې او سپکې وسلې کشف او ضبط کړې دي.

ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې وسلو کې ده‌شکې، پيکا، کلاشينکوفونه، اېم۱۶، دراز کوف، تفنګچې او الوانداز شامل دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې لړ کې ۲۵۰ کيلو ګرامه باروت، ۲ ضربه مزایل، ۴ پايه مخابرې، ۶ د شپې او ورځې دوربينونه، سلګونه فيره د سپکو او درنو وسلو مهمات، ۸ کړۍ لاسي بمونه، نشه‌يي توکي او برېښنايي وسايل هم تر لاسه شوي دي. د يادونې وړ ده چې ياد وزارت تردې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر سيمه کې د خپلو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او باروت کشف او ضبط کړې دي.

اړوند خبرونه