د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی به نن سهشنبه د څلور اړخیز امنیتي (Quad) هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي، چې پکې د امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا استازي برخه اخلي.
د یادې غونډې اجندا کې د هند ـ ارام سمندر سیمې د امنیت ټینګښت، اقتصادي همکارۍ او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې ګډ دریځ جوړول شامل دي. ويلکېږي چې جي شنکر به د غونډې په څنډه کې له یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو سره جلا لیدنې هم ولري، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو په اړه بحث وشي.