ډېر لوستل شوي

عباس عراقچي: له امریکا سره خبرې به دومره ژر پیل نه‌شي 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د تهران – واشنګټن د خبرو بیا پیلېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې دا خبرې به دومره ژر پیل نه‌شي او یو څه وخت به ونیسي.  

ښاغلي عراقچي ویلي چې له امریکا سره خبرو ته د بېرته ستنېدو لپاره دا ډاډ ترلاسه‌کول پکار دي چې امریکا بیا د مذاکراتو په جریان کې پر ایران بیا برید نه کوي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې د ډيپلوماسۍ دروازې به هېڅکله ونه تړل شي، خو ټینګار یې کړی چې هېڅوک په هوایي بریدونو سره د غني‌کولو ټکنالوژي له منځه نه‌شي وړلای. 

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې له ایران سره به پر اټومي مسایلو خبرې راتلونکو څو ورځو کې پیل شي. 

په ورته وخت کې ځینو سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې اسرائیلي رژیم بیا پر ایران بریدونه ته چمتووالی نیسي.

اړوند خبرونه