ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته ولاړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی امارتي پلاوی نن د «اقتصادي همکارۍ سازمان» په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد ته روان شو.

اقتصادي معاونيت د یاد سفر موخه د ایکو سازمان د سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون، وینا او له یوشمېر اذري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختيا په تړاو بحثونه ښودلي دي.

ټاکل شوې ده، چې ملا عبدالغني برادر اخوند به د سرمشریزې په څنډه کې د کوربه هېواد د دولتي چارواکو تر څنګ د نورو ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره هم جلا لیدنې، د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو، پانګونې او ترانزيتي فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ایکو ۱۷مه سرمشریزه د جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان په کوربه‌توب د دې سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره کېږي.

اړوند خبرونه