بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت له سرپرست، مولوي امیرخان متقي سره د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون IFRC د آسيا پاسيفيك حوزي مشر ښاغلي الكساندر ماتيو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، ضیاءاحمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې خدمات ستایلي او په اړوندو برخو کې یې د اړمنو هېوادوالو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ښاغلي تکل په وینا چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا هم ویلي چې د راستنېدونکو لپاره دې د سرپنا، پاکو اوبو، روغتیایي خدماتو برابرولو او په ټوله کې د اقتصادي بوختیا لپاره اغیزمن ګامونه واخیستل شي.
په دې کتنه کې ښاغلي الكساندر ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال د ۳۰۰ په شاوخوا کې کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده.
هغه همداراز ډاډ ورکړی د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به هڅې ګړندۍ کوي او د بېوزلو او اړمنو افغانانو لاسنيوي ته به ادامه ورکوي.