د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف «ټاس» خبري اژانس ته ویلي، چې د مسکو فارمت بله غونډه به د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر یا اکتوبر په مياشت کې ترسره شي، خو کره نېټه یې لا نه ده ټاکل شوې.
کابلوف ویلي: “که څه هم دقیق تاریخ نه دی معلوم؛ خو د معمول له مخې دا ناسته به حتماً د سپټمبر–اکتوبر په میاشت کې ترسره شي. “
نوموړي زیاته کړې چې دوی له خپلو سیمهییزو همفکره شریکانو او د افغانستان لپاره له روسي سفیر سره د مشورو او ګډو اقداماتو د همغږۍ پر محتوا له وړاندې بحثونه کړي دي.
کابلوف تائيد کړې، چې افغانستان به پدې ناسته کې د بشپړ غړي په توګه ګډون کوي. د يادونې وړ ده، چې د روسيې د «مسکو فارمټ» په ناسته کې تر دې وړاندې اسلامي امارت د ناظر غړي په توګه ګډون درلود چې له دې وروسته به د بشپړ غړي په توګه ګډون کوي.