د بدخشان والي مولوي محمد ايوب خالد له بي بي سي سره په مرکه کې هغه وروستي راپورنه رد کړي چې ګواکې په دې ولايت کې لاريون کوونکو وضعيت کړکېچن کړی دی.
ښاغلي خالد ټينګار کړی چې په دې ولايت کې وضعيت ارام دی او هر څه تر کنټرول لاندې دي.
د بدخشان والي زياته کړې چې وخت نا وخت د دې ولايت له قومي مشرانو مخورو او علماوو سره ناستې کوي او ټول ولسونه د اسلامي امارت له کړنو راضي او خوښ دي. دا په داسې مهال ده، تر دې وړاندې يو شمېر مغرضو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې په دې ولايت کې د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو د منځهوړلو له امله ځينو کسانو لاريونونه کړي او وضعيت يې کړکېچن کړی دی.