د تخار امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵ زره ۷۴۵ کیلو ګرامه نشهيي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر، نظام الدین عمیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا نشهيي توکي د تېلو په دوو ټانکرونو کې ځای پرځای شوي وو چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیرت منسوبینو کشف کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د دې نشهيي توکو په تړاو دوه کسان نیول شوي هم دي، او څېړنې ترې پیل شوې دي.
د تخار امنیې قوماندانۍ مسوولینو نیولشوي کسان د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي بللي او په وینا یې چې له لومړنیو څېړونو وروسته به اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د خبرپاڼې له مخې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په یاد ولایت کې له ۶ زرو کیلو ګرامه ډېر نشهيي توکي کشف او ضبط شوي وو چې تېره اوونۍ له بېلابېلو نشهيي توکو سره یوځای له منځه وړل شوي وو.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، قاچاق او نور کاروبار کلک بندیز لګېدلی، او له تېرو نږدې څلورو کلونو راپدېخوا په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.