د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ د دشت ليلي له شهيدانو مدرسې سره نن سهار يوه خونړۍ ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې څلور تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي؛ خو د روغتون ډاکټرانو د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت جدي ښودلی دی. د جوزجان د ترافيکو مدیر ټینګار کړی، سره له دې چې موټر چلونکو ته په کراتو لارښوونې شوې؛ خو بيا هم د بېاحتیاطي او د ترافیکي لارښوونو ته نه پاملرنه د دې ډول پېښو اصلي لاملونه دي.