پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ملکي او نظامي پاکستاني چارواکو پر یو موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د «ډان» پاکستانۍ ورځپاڼې په راپور کې د پولیسو له قوله ویل شوي چې دا چاودنه نن (چهارشنبې، چنګاښ ۱۱مه) د باجوړ ولسوالۍ په «صدیقآباد» سیمه کې شوې ده.
د باجوړ د پولیسو آمر، وقاص رفیق رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې دوه پولیس، دوه حکومتي چارواکي او یو ملکي وژل شوي او همداراز ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
وقاص دا چاودنه دومره زوروره بللې چې له امله یې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند دا برید په کلکه غندلی دی.
د ویلو ده چې تېره اوونۍ هم په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د موټربم برید له امله ۱۵ نظامیان وژل شوي وو، او د نږدې ۳۰ نورو د ټپيکېدو خبر ورکړل شوی و.