ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د لاجوردو دهلیز پر فعال ساتلو او د موجوده ستونزو پر حل ټینګار کړی

د رییس‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د یاد هېواد له لومړي وزیر «علي اسدوف» سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
په دې کتنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه کړې ده.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې ښاغلي برادر همداراز د نفت او ګازو د استخراج او پروسس، اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او همداراز د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخه کې د اذربایجان د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.
په دې کتنه کې د اذربایجان لومړي وزیر، علي اسدوف افغانستان یو لرغونی هېواد بللی او په وینا یې د افغانستان او اذربایجان ملتونه دیني، مذهبي، تاریخي او فرهنګي نږدېوالی لري او د اذري ولس له‌خوا افغانانو ته د درناوي دغه حس د قدر وړ دی.
اسدوف همداراز ویلي چې دوی تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې او په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې د اسدوف له قوله ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دې ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعال کړل شي.
د اذربایجان صدراعظم ویلي: “د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیز کاري ګروپ هم فعال شوی چې لومړۍ ناسته یې په کابل کې ترسره شوې او بله ناسته به یې ژر په ازبکستان کې ترسره شي، هیله ده هلته به لا زیات مشترک مسایل مطرح کړو.”
علي اسدوف د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو، د ظرفیت د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی هم څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه