د رویټرز خبري اژانس د راپور ورکړی چې د حماس جهادي غورځنګ د امریکا له لوري د اوربند په وړاندیز شوې طرحه غور کوي.
د راپور له مخې، اسرائیل د امریکا د ۶۰ ورځني اوربند شرایط منلي او ډونالډ ټرمپ له حماس جهادي غوځنګ څخه غوښتي چې په وړانديز شوې طرحې هوکړه وکړي.
حماس په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې دوی د داسې یوې هوکړې پلوي دي چې د جګړې پای ته رسېدو، د کلابندۍ پای ته رسېدو او د اسرائیلي پوځيانو د وتلو تضمين وکړي. یاده طرحه داسې مهال وړاندې کېږي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۱۳۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي او نړیوال فشارونه د اوربند لپاره ورځ تر بلې زیاتېږي.