ډېر لوستل شوي

حافظ انس حقاني: د فشار او واټن سیاست ناکام شوی، یوازینی حل تعامل دی

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي حافظ انس حقاني ویلي، چې د فشار او واټن سیاست بې‌پايلې ثابت شوی او یوازې خبرې اترې او تعامل کولای شي ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي انس دا څرګندونې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې د هرکلي په ترڅ کې کړي دي.

حافظ انس حقاني همداراز ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت راڅرګندېدل د افغانانو هیله وه او دا یوه تجربه ده چې ګڼو ملتونو له وړاندې هم درلودلې ده. نوموړي له هغو هېوادونو مننه کړې، چې د ښاغلي په وینا، په دې “هوښیار او ارزښتناک ګام” کې یې مشري وکړه او د تعامل پر لور یې عملي ګامونه واخيستل.

اړوند خبرونه