ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کړی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه د غونډې عمومي تالار کې ګډون کړی دی.

اقتصادي معاونيت وايي چې د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د غونډې پر مهال، د ښاغلي برادر له ګډونه هرکلی او د ايکو په سرمشريزه کې د افغانستان له حضور څخه یې مننه کړې ده. دغه سرمشریزه چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پراخوالي لپاره جوړه شوې، د افغانستان لپاره یو مهم سیمه‌ییز دیپلوماتیک فرصت بلل کېږي.

اړوند خبرونه