ډېر لوستل شوي

چين د روسيې له لوري د ا.ا په رسميت پېژندنه د مثبت تعامل په لور يو مهم ګام بللی

د چین د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی او دا یې د مثبت تعامل په لور یو مهم ګام بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختيا او تعامل د لوړې کچې ملاتړ کوي. نوموړې زیاته کړې، چین باور لري چې افغانستان باید له نړيوالې ټولنې څخه جلا نه وي.

هغې دا هم روښانه کړې، چې د هر ډول سیاسي وضعیت سره سره، د افغانستان او چین ترمنځ ډیپلوماټيکې اړیکې هیڅکله نه دي پرې شوي او چین تل هڅه کړې چې له افغان ولس سره د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې وساتي. د چین دغه دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې له روسیې وروسته، اوس تمه ده نور هېوادونه هم د افغانستان د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته چمتو شي.

اړوند خبرونه