عامې روغتیا وزارت وایي چې له تېر یو کال راهیسې بغلان ولایتي روغتون کې د افغان ډاکترانو له لوري ۵ زره ۵۳۸ وړیا او بریالي جراحي عملیات شوي دي.
د روغتیا وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۲ زره ۲۳۳ ستر او ۳۳۰۵ کوچني جراحي عملیات شامل وو.
د خبرپاڼې له مخې چې د عامې روغتیا وزارت اړوند په یاد روغتون کې همداراز ۱۹۶ زره ۹۷۴ کسانو ته وړیا سراپا (OPD) او ۲۱ زره ۷۸۵ ناروغانو ته داخلبستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د افغان ډاکترانو له لوري د زرګونه بریاليو جراحي عملیاتو د ترسرهکېدو راپورونه ورکړل شوي وو. روغتیا وزارت څه موده وړاندې د روغتیایي خدماتو د وړاندېکولو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې د نویو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو د فعالېدو خبره هم کړې وه.