ډېر لوستل شوي

خوست کې د نشه‌يي توکو ۱۶ پلورونکي نیول شوي

د خوست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو  ۱۶ پلورونکو د نیولو خبر ورکړی. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نشه‌يي توکو دا پلورونکي له تېرو دوو اوونیو راهیسې د مرکز اړوند دویمه او نهمه حوزو او همداراز په ګربزو، تڼیو، باک او نادرشاه‌کوټ ولسوالیو کې نیول شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو سره سلګونه د نشې ګولۍ (زیګاپ)، شیشه، چرس، هیرویین او تریاک نیول شوي دي. 

د خوست مسوولینو دا هم ویلي چې نیول‌شویو کسانو خپل جرم منلی او دوسیې یې اړوند ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه