ډېر لوستل شوي

د پاکستان حکومت هلته د «پي او آر» کارتونو پر تمدید غَور کوي  

په پاکستان کې د ۱٫۴ میلیون افغان کډوالو د «پي او آر» کارتونو د مودې له ختمېدو وروسته د یاد هېواد حکومتي چارواکو ویلي چې د دغو کارتونو د تمدید پر موضوع کار روان دی.  

په پاکستان کې ۱٫۴ میلیون افغان کډوال «POR» کارتونه لري چې موده یې د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه پایته رسېدلې.

د پاکستان حکومت دا هم ویلي چې په دې اړه د وروستۍ پرېکړې تر اعلان مخکې هېڅ اداره د دې ګټګورۍ کډوالو پر وړاندې کوم اقدام نه کوي. 

څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د هلته د مېشت «پي او آر» کارت‌لرونکو استوګنیزه موده پایته رسېدلی او تر اوسه یې برخلیک ناڅرګند دی. 

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي وو چې ښايي د «پي او آر» کارت‌لرونکو موده له دریو تر شپږو میاشتو پورې وغځېږي.  دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل په کمسارې توګه زیات شوي، او د دغو هېوادونو چارواکو د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه