ډېر لوستل شوي

شهباز شریف او طیب اردوغان د سولې او ثبات پر موضوعاتو خبرې کړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه کړې ده، چې پکې یې د سیمې د سولې او ثبات پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

شهباز شریف پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو هم بحثونه شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او ترکیه به د سیمې د ثبات لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې او دوامداره وساتي. دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان وضعیت له بېلابېلو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

اړوند خبرونه