ډېر لوستل شوي

غزه کې د اسرائيل صهيونيست پوځ تازه بريدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطينيان شهيدان شوي

د اسرائيل صهيونيست پوځ له لوري د غزې پر بېلابېلو سیمو وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهيدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، دغه بریدونه د جمعې په ورځ ناوخته ترسره شوي، چې د تل ابیب له لوري په غزه کې د جګړې د پراخېدو یوه برخه بلل کېږي.

د روغتیایي سرچینو په وینا، یوازې ۲۴ تنه هغه مهال شهيدان شوي، چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره یې انتظار کاوه.

په غزې جنوبي برخه کې، د ال-صبر ښوونځي ته نږدې درې تنه شهيدان شوي، چې دا ښوونځی د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د پناه ځای په توګه کارېده.

په خان یونس ختیځ کې هم د خوړو د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال ۱۵ تنه شهيدان شوي او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان دي.

په جلا بریدونو کې چې په رفاه، جابلیا او شمالي غزه کې شوي، ۱۰ نور فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، د اسرائيل صهيونيست پوځ له لوري تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اړوند خبرونه