د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بلخ کې د یو خصوصي شرکت مسوولینو په لومړي ځل انګلستان ته د کورنیو تولیداتو د صادرولو خبر ورکړی دی.
د یاد شرکت مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې په دې بار کې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۲۱ ټنه د ځان وینځلو صابون او د لوښو وینځلو شامپو شامل دي چې د انګلستان پلازمېنې لندن ته صادرېږي.
بلخوا د بلخ د صنعت او سوداګرۍ مسوولینو انګلستان ته په لومړي ځل د کورنیو تولیداتو صادرول د ټول افغان خصوصي سکټور لپاره د نوي فصل د پیلولو په مانا بللي او د هېواد له ټولو صنعتکارانو یې غوښتي چې په لوړ کیفیت تولیدات ولري.
د ویلو ده چې د وینځونکو توکو دغه تولیدي شرکت خپل تولیدات تر دې مخکې خپل تولیدات ازبکستان او تاجکستان ته صادرول، خو دا لومړی ځل چې خپل تولیدات یو اروپايي هېواد ته صادروي.