د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن د اذربایجان هېواد د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې ملا برادر اخوند د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې لیدلي او له اذربایجاني مسوولینو یې غوښتي چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د باکو نړیوال بحري بندر او د اوسپنې پټلۍ مسوولینو د دې لیدنې پرمهال ویلي چې د یاد بندر له لارې ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتو دي، او همداراز یې د اوسپنې پټلۍ په واسطه د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو انتقالاتو ته چمتووالی ښودلی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې ټاکلې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزيټ د رامنځته کېدو په موخه موجود امکانات او ترانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي. د ویلو ده چې د باکو نړیوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنه توکو ته ورسېږي.