ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر د جهادي مدرسې له علماوو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید او له یو شمېر علماوو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم او علماوو د دې وزارت له همکارۍ مننه کړې او زياته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت په هڅو د مدرسې او نورو ښوونيزو ادارو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر د مدرسو د پرمختګ لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا څرګنده کړې او د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو ډاډ یې ورکړی دی. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت د هېواد له علماوو او قومي مخورو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه ناستې او ليدنې کوي.

اړوند خبرونه