د هندي پوځ یو لوړپوړی چارواکی ادعا کړې چې چین د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ سرحدي نښتې پر مهال، پاکستان ته د هند د مهمو پوځي اهدافو په اړه استخباراتي معلومات ورکړي دي.
رويټرز د هندي پوځ د مرستیال مشر جنرال راهول سینګ په حواله ويلي، اسلاماباد له عملیاتو وړاندې د هند د بریدونو د هدفونو په اړه معلومات درلودل، چې دا استخباراتي معلومات چین له خپلو سپوږمکیو ورته برابر کړي وو.
سینګ ویلي، “هند له دوو دښمنانو سره مخ وو؛ یو ښکاره (پاکستان) او بل پټ (چین) چې ملاتړ یې کاوه. “
خو د چین او پاکستان حکومتونو تر دې دمه دا ادعا نه ده تأیید کړې. پاکستان تر دې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي،؛ خو د مشخصو استخباراتي همکاریو په اړه یې څرګندونې نه دي کړې. سینګ دا هم زياته کړې چې ترکیې هم د جګړې پر مهال د پاکستان ملاتړ کړی او د Bayraktar ډرون الوتکو ترڅنګ یې پوځي سلاکاران هم ورکړي وو؛ خو انقرې تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.